له طالبه ځان ورک دی!!


مبین جلالزی

طالبان په دې باور دي چې که موږ له امریکانو سره توافق ته ورسېږو، په اسانۍ سره کولای شو د افغانستان ملت ته قناعت ورکړو او ووایو چې: نږدې  ۱۷ کاله مو مبارزه وکړه، شهیدان او ټپیان مو ورکړل، بندخونې مو تېري کړي، کورونه مو بمبار شول،در په در وګرځېدو، خو په پای کې مو د افغان شمله لوړه وساتله او امریکا ته مو ماتې ورکړه، هاغه دی امریکایان خپل فوځونه له افغانستانه باسي او دا یوازې او یوازې د طالب د مټ او تورې زور و چې بهرني ځواکونه یې ایستنې ته اړ کړل ...

د دوی په باور چې ملت قانع شو؛ نو اشرف غني او فاسد ټیم یې په ډېرې اسانۍ د دوی په وړاندې ماتې خوري، ځکه د امریکایانو له وتلو سره موجوده نظام هم تار و مار کېږي، حکومت په زور نیسو او ټول بنسټونه به له سره جوړ کړو...

د همدې باور له مخې طالبان غواړي له حکومته بهر خلک د حکومت سیاسي مخالفین،لنډه غر، عقده یان، ځینې جهادي قومندانان، لنډه دا چې د حکومت هر ډول مخالفین پر خپل ځان ور مات کړي او په ګډه د موجوده نظام په ړنګولو کې یو د بل مرسته وکړي

او له همدې امله طالبانو تل غوښتي، چې له حکومت سره خبرې ونکړي، یا له امریکایانو سره خبرې کوي او یا له هغو افغانانو سره چې یو نه ـ یو ډول له موجوده حکومت سره په ټکر کې وي.

خو له طالبه ځان ځکه ورک دی، چې په ولس کې د خپل ځان د محبوبیت کچه نه ورمعلومېږي، دی لا هم په دې باور دی، چې په ډېرو سیمو موږ برلاسي یوو او د همدغو سیمو خلک ټول له موږ سره دي، طالب په دې نه پوهېږي چې په وحشت او بربریت ایل شوی ولس به یواځې  د وحشت تر پایه له تا سره وي، چې وحشت دې لیږ هم ټکنی شي همدا ولس به دې تر هرچا له مخه وژني.

طالب باید په دې پوه شي چې د ګوتو په شمېر غله هم د شپې په یوه لویه سیمه برلاسي وي، دا په دې مانا نه ده چې ګنې دوی په هماغه سیمه واکمن او حاکم دي، هیڅوک یې نه تابع او نه طرفدار وي، خو د شپې چې همدا خلک په مخه ورشي، د هغوی زور او جبر ته تسلمېږي او د جیب ټول سامان ډېر په اسانۍ ورکوي، خو له هماغې ثانیې وروسته د غله د نیولو او پیژندلوپه لټه کې وي، چې ویې پېژني په سیمه او ولس کې یې بیا ځای نه وي.

طالب باید له مجاهده عبرت واخلي، مجاهدینو کبر وکړ او د ډاکتر نجیب الله د سولې او مفاهمي وړاندیز یې رد کړ، په بدل کې یې د افغانستان مظلوم ولس ته هغه څه ورکړل چې تر اوسه هم د مجاهدینو د مخ پیټک دی،او د مجاهد عزتمنه کلیمه د دوی د کړنو له امله له قاتل،غاصب، ظالم، وحشي او جاهل سره مرادفه شوه، دا زه نه وایم بلکې مجاهدین خپله په دې اعتراف کوي.

د حزب اسلامي افغانستان یو سر لاری مجاهد، مشر محمد زمان مزمل وایي:

«زمونږ تجربه وایي چې له نجیب سره د تفاهم نه کبرجن دریځ هاغه کابل وزیږاوه چې نه پکې د دوستم سره تفاهم کوونکي کوم منزل ته ورسیدل او نه پکې له جنرال رفیع سره..

د مصر د اوقافو وزیر دکتور جمعة په خپل کتاب – داعش والاخوان – کې د دې سرلیک حرب الاخوان القذره/ د اخوان پلیته جګړه، لاندې لیکي:

منذ زمن طويل و أنا أعرف طبيعة الإخوان الدموية, و تربيتهم السيئة على الغدر, والكذب, والتضليل, وقلة الحياء, والنفعية, والإقصاء, واستعباد الكبير منهم للصغير, تحت ضلالة السمع والطاعة العمياوين, ...» داعش والاخوان: ص: ۴۴.

ژباړه:

زه! له ډېر پخوا د اخوانیانو خونړی طبیعت پېژنم چې په غدر، دروغو، ګمراهۍ، بې حیایۍ روزل شوي دي، یوازې د خپل جیب او خپلې ډلې ګټې ویني، د ړانده او ګمراه اطاعت په نامه یې کشران د مشرانو غلامان وي ...

دکتور جمعة د اخوانیانو په اړه زیاتوي:

وأنهم ليسوا أهل دين و لا إنسانية على الإطلاق, وأنهم حقا لايختلفون أي اختلاف عن داعش وأخواتها من التنظيمات الإرهابية, بل إنهم أخطر الناس على الوطن و لُحمته و أمنه و استقراره, يأكلون طعامنا, ويلبسون لباسنا, ويغتالون خيرة أبنائنا. داعش والاخوان: ص: ۴۴.

ژباړه: دوی له دین او انسانیته بېخي خلاص دی، او په حقیقت کې له داعش او داعش ته ورته تروریستي تنظیمونو سره هیڅ توپیر نه لري؛ بلکې دوی تر بل هر چا د دې وطن د امنیت، ثبات او ټیکاو لپاره ډېر خطرناک دي، ډوډۍ هم زموږ خوري او جامې هم زموږ اغوندي او بیا زموږ بچیان هم بې لارې کوي.

طالب باید په یاد ولري، چې په منځنۍ اسیا او په تېره بیا زموږ په ګاونډیانو کې یوازې پاکستان د انسان وژنې تر ټولو ټیټه سوداګري کوي د افراطیت، تش په نامه جهاد او تشدد پروژې اخلي او له همدې لارې پیسې پیدا کوي.

دا هم شونې نه ده چې داځل دې طالب بدل شوی او متمدن شوی وي، د عباس ستانکزي له خبرو څرګندېږي، چې طالبان لا هم په زاړه خره سپاره دي او د مدنیت هیڅ څرک پکې نه تر سترګو کېږي.

طالب به په دې دوو لارو کې یوه خامخا غوره کوي:

۱ـ  فرض کړه، طالب له پخوا سره هیڅ توپیر نه دی کړی، کټ مټ د تېر په څېر د انډیوالۍ نظام جوړوي، معیار به یواځې اخوندي او انډیوالي وي، حلال او حرام به د لوی ملاصیب په امر تشریع کېږي، ښوونځی او پوهنتون به تړل کېږي، پر ځای به یې مدرسې جوړېږي، ښځې به د ستر په نامه له کوره نه را وځي او د تعلیم حق خو بیخي نه لري، که را ووتلې په دورو به وهلې کېږي، له ناپاکستانه پرته له ټولې نړۍ سره به اړیکې نه وي، افغانستان به هیڅ رسمي پوله نه لري، هر بهرنی به کولای شي چې افغانستان ته راشي، ځکه چې مسلمانان ټول یو ملت دی، خو هیڅ افغان نه شي کولای، لږ تر لږه پاکستان ته بې پاسپورته ولاړ شي، افغانستان به د هر مخرور او مفرور ځای وي، خو د یو سالم افغان انسان تګ به بهر ته ځکه ستونزمن وي چې طالبان به له هیڅ هیواد سره اړیکې نه لري، د پوهې د کچې نښه به تور کوږ پاج وي چې څومره لوی پاج دې کوږ تړلی وي او د رخت قاتل وې، هومره به ستر عالم یې، له طالبه پرته که بل هر چا اوږده ویښتان پرېښوول، قیچې کېږي به، هر سهار او بیګا به د خلکو ږیرې کتل کېږي، د موسیقۍ پر کېسټونو به بندیز وي، که دې خوښه وي کنه، یوازې د طالبانو ترانې به اورې (وطالبه ګرانه ، سپور شه په دل، دل باندې)، د ترافیک به هم پټکی پر سر وي، هغه چارې چې د سر ته رسونې لپاره یې اسباب معلوم دي، دوی به یې پر دوعا ګانو غواړي، د عامې روغتیا، اقتصاد، زراعت ... وزیران به هم ملایان وي، نالوستي او سرټمبګي به د لوړوالي معیار وي، که چا یې نظام ته غاړه نه اېښوده؛ نو سمسور باغونه به یې ورسوزوي، ...

که ما د طالب د تېر امارت په اړه دروغ ویلي وي، یا مې عقده یي چلن کړی وي؛ نو د یوه مصري لیکوال فهمي هویدي له نظره امارت مطالعه کړئ.

فهمي هویدي، مشهور مصری لیکوال دی چې د طالبانو د امارت پر مهال افغانستان ته د دې لپاره راغلی چې دې پوښتنې ته ځواب پیدا کړي:

طالبان څه کوي؟ او څه ډول فکر کوي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې یې بشپړ کتاب (طالبان؛ جندا الله فی معرکة الغلط/ طالبان؛ د خدای لښکر په ناسمه جګړه کې) لیکلی دی.

فهمي هویدي د تورخم له لارې افغانستان ته ننوزي او وایي: ”خو کله چې د افغانستان خاورې ته داخل شو، داسې خلک مو ولیدل، چې ږیرې پرې ویشل شوې وي، ډېر سخت خلک معلومیدل،رئیس او مادون یې نه پېژندل کیدل، د مسئول کس پېژندنه هم سخته وه، خپل ملګري راته وویل دا طالبان دي، که څه هم موږ ته لا د تورخم هاغه بله غاړه ښکارېده، خو توپېر دومره ډېر و لکه موږ چې د دوو بېلابېلو عصرونو او وختونو خلک په یوه وخت او یو ځای کې ګورو“. ص: ۳۶ – ۳۷.

لیکوال د طالبانو د مطبوعاتو په اړه خبرې کوي وایي: په ډېرو ځایونو کې مې لیدل چې ډله ـ ډله طالبان د شریعت غږ راډیو په ګډه اوري، په ځانګړې توګه په غیر رسمي وختونوکې؛ نو ځکه خو پوه شوم چې د دې راډیو لومړني او ډېر اوریدونکي په خپله طالبان دي.

یوه ژورنالیست چې نه یې غوښتل نوم یې ولیکم راته وویل: د شریعت غږ راډیو یوازیني اورېدونکي طالبان دي او په حقیقت کې د شریعت غږ راډیو مخاطبین هم یوازې همدوی دي، په خندا یې وویل: دوی نړۍ نه ده لیدلې او نه یې په اړه فکر کوي“ . ص: ۷۵.

لیکوال د مطبوعاتي تګلارې مهم ټکي روښانه کوي او بیا وروسته خپله تبصره داسې کوي:

له دې څرګندو لارښوونو څرګندېږي چې تحریک له پیله ټول هغه غږونه زندۍ کړي چې د دوی د تحریک مخالفت کوي“ ص: ۷۷.

په همدې صفحه کې لږ وروسته زیاتوي: د طالبانو ډېر مشران او هغه اصول چې دوی وضعه کړي وو،له مدني ژوند سره ډېر نوي وو په طالب مشرانو کې ډېر داسې کسان وو چې کابل یې په لومړي ځل لیدلی و“. ص: ۷۷.

بشپړ کتاب ۲۳۲ مخه دی چې د طالبانو او د دوی د امارت په ځانګړتیاوو او مناقبو ډک دی، په همدې مقتتفاتو مې بسنه وکړه.

نو که طالب له تېر سره هیڅ توپېر نه وي کړی او د تېر په څېر نظام جوړوي، له بلا ستونزو سره به لاس و ګریوان شي.

طالبان خپله هم په لاشعوري ډول بدل شوي دي، ملا عباس اخوند چې د طالبانو استازیتوب کوي د رسنیو مخته په داسې ډول راڅرګندېږي چې وړه، سپینه، دانه ـ دانه ږیره یې پر مخ ده او فوق العادة یې په ۶ یا ۱۲ نمبره ماشین وهلې او د پردي بیرغ مخته لکه د پاکستانیو ډرامو ډاکو ولاړ دی، په داسې حال کې چې د تېر اسلامي امارت تر نیمایي زیات د اسلامي شریعت تطبیق دا و چې خلک ږیرې پرېږدي، کرۍ ورځ به د عامو خلکو او امر بالمعروف د طالبانو ترمنځ په منډه تېرېده، طالبانو د خپلو موټرو نیمایي تیل په دې وسوزول چې په بازار کې بې ږیرې او د وړې ږیرې خلک ونیسي او امربالمعروف ریاست یا وزارت ته یې راوړي.

نو هغه طالبان چې په شعوري یا لاشعوري ډول بدل شوي، ایا د طالبانو له جامدو او منجمدو اصولو سره به ټکر ونکړي؟! ایا دا به ستونزمنه نه وي چې طالب خپلو اصولو ته درناوی ونه لري او پر نورو خلکو یې پلي کړي؟!

بلکې دا ویلای شو چې اوسني طالبان د تېر امارت له ډېرو اصولو سره په ټکر کې دي په هیڅ ډول نه شي کولای چې تېر اصول پر ځان عملي کړي، لنډه دا چې د تېر په څېر امارت نه دوی ته د منلو دی او نه یې ولس ورسره مني، ځکه د ولس د پوهې او شعور کچه لوړه شوې ده، ورځ تر بلې د پرمختګ خوبونه ویني، د اسلامي امارت په چوکاټ کې شاته تګ نه شي کولای.

۲ـ فرض کړه، طالب له پخوا سره ډېر توپېر کړی دی، د رسنیو په اهمیت پوه شوی، هر ډول رسنۍ کاروي، له نورې نړۍ سره د اړیکو جوړول یې زده کړي دي، له روسیې سره مستقیمې اړیکې لري، ورځنی سیاست یې مطالعه کړی دی، د ښوونې او روزنې په برخه کې یواځې پر مدرسه او د نارینوو په زده کړه بسنه نه کوي؛ بلکې ښوونځي، پوهنتون او د ښځو تعلیم ته هم اجازه ورکوي، د نظام اهمیت پېژني، بنسټونه نه ورانوي ...

که طالب دویمه لار غوره کوي بیا خو د خپلې داعیې خلاف روان دي، ځکه دوی خو افغان ولس تر ننه په دې وژني چې ته په حکومت کې مامور یې، معلم یې، له امریکایانو سره اجیر یې ... ، په سیمه کې یې د جهاد نښې دا دي چې ښوونځی بند وي د ښځو تعلیم حرام وي، د کرکټ لوبه حرامه وي، غونډې جوړول حرام وي، له طالب سره مرسته نه کول جرم وي؛ بلکې له طالبه پرته د بل چا درنښت او بل چا ته عالم، مجاهد، متقي، ... ویل جرم وي.

موږ ومنله چې طالب دویمه لاره غوره کړه او د خپلې داعیې په خلاف روان شو، له وژنې یې لاس واخیست، مدنیت ته یې غاړه کېښوه، نه مسلمان او نه کافر ته خطر دی، ځکه له امریکایانو سره یې ژمنه کړې چې طالب به تاسې ته هیڅ خطر نه وي او له روسانو سره خو یې تیارې اړیکې جوړې دي، هغوی خو ویره نه ورڅخه لري، ...

نو دا حساب به له طالب سره څوک کوي چې تا تر پرونه زه د امریکایي د اجیر په نامه وژلم او نن ته خپله ورسره کېناستې، ته ولې اجیر نه یې او زه اجیر وم؟

له کفارو سره دوستي او اړیکې دې تحریم کړې وي، نه یوازې تحریم؛ بلکې د مسلح جهاد ستر عامل همدا و، افغان ولس دې له همدې امله بې دریغه وواژه چې تاسې له کفارو سره اړیکې لرئ، اوس به طالب ته څوک وایي چې روسان هم کفار دي، بلکې یو نیم میلیون افغانان یې په شهادت رسولي، تا له دې کفارو سره څنګه اړیکې جوړې کړي؟ څنګه دې د دوستۍ لاس ور اوږد کړ؟ تر ټولې اسلامي نړۍ دې په روسانو باور ولې زیات شو او ناستې پاستې دې هلته پیل کړي؟ طالبه! ستا د اصولو له مخې خو ستا په مقابل کې هم باید مسلح جهاد وشي.

له طالبه به دا پوښتنه څوک کوي چې دا درې لسیزې ستا د حماقت او جهالت په نتیجه کې ورځ تر بلې افغانان د ژوند له هرې برخې محروم دي، په زرګونو افغانان ستا د غلامې او اجیرې جګړې قربانیان شول او دې کرغیړنې جګړې په زرګونو کونډې، بورې، ورارې، یتیمان، معیوبین او معلولین تر شا پرېښوول، نن  له امریکا سره سوله کوي او نور خیرو خیرت دی، نه څه تو او نه څه مات دي.

طالب سوله کوي، خو له بده بخته چې په خپلو اصولو کې ګیر دی،د طالب پر باور که همدا مرتد حکومت او همدې اجیرې اردو او پولیسو ته چې طالب تر پرونه ورسره جنګېده او نن برائت ورکړي، بیا خو پر ده د باغي تور لګېږي، عام خلک ورته وایي: ولې دې د یوه منظم نظام پر خلاف بغاوت کړی و...

پښتانه وایي: پر سلو ووهل شې، خو په یوه ملامت مه شې، ولس خو څه کوې، طالب به خپل ضمیر او وجدان ته هم پړ وي، چې تر پرونه مې خلک یواځې له اوسني حکومت سره د همکارۍ په تور وژل او نن مې سوله ورسره کړې، اساسي قانون مې منلی او په یوه چوکۍ ورسره ناست یم.

له دې ټولو تناقضاتو سره ـ سره به طالب دوهم اپشن غوره کوي، کنه نو بیا به کابل دوه لسیزې شاته ځي او کورنۍ جګړه به پیل کېږي، ګاونډیان به یې د خپلو ګټو په موخه تمویلوي.

مجاهدینو ومنله، اعتراف یې وکړ چې تېروتنه یې کړې، له ډاکتر نجیب الله سره یې باید سوله کړې وای، د هغه د سولې وړاندیز یې باید نه وای رد کړی، زه قسم کوم، که طالب له موجوده حکومت سره سوله ونکړي، تر مجاهدینو به هم لویه تېروتنه وکړي، ځکه له مجاهدینو سره هیچا حساب و نه کړ، خو له طالب سره یې خامخا کوي او په ډېر ذلت به خپل حیثیت ته په خپل لاس قبر وباسي.


پای



  • 24 چنګاښ 1399